د امریكې خارجه وزير د بغداد او اربیل ترمينځه د خبرو اترو غوښتنه كړې

واشنګټن 05 نومبر (اے پی پی) د امریكې خارجه وزیر ریكس ټیلرسن غوښتنه كړې چې د اربیل او بغداد ترمينځه د مسئلو حل له دې د ډلو ترمينځه سیاسی خبرې اترې پيل كړې شي۔نړيوالې ميډيا له مخې عراقي كردستان وزیراعظم نیجرفان بارزانی سره تيلي فوني تماس نيولو سره ټیلرسن بغداد كښې د مركزی حكومت سره په تاؤ ترېښوالې د تشویش څرګڼدونه كړې۔ ده باور وركړو چې امریكا به د عراقی كردستان آئینی حقونو بشپړه ملاتړ كوي۔ ټیلرسن هيله څرګنده كړه چې جنګ بندی او خبرې اترې به د يو سیاسی مكالمې شكل اختیار كړي دغسې چې د مسئلو حل راوېستلې شي۔