داعش د موصل په جنګ كښې 741 كسان وژلي دي

ملګري ملتونه 03 نومبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې داعش د موصل په جنګ كښې 741 كسان وژلي دي او په لويه پېمانه ئې خلق تښتولي دي٬ وګري د سپر په توګه كارول شوي دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كمشنر لخوا تېره ورځ په جاري شوي راپور كښې وئيلي شوي دي چې عراقي پوځ هم د بشري حقونو څخه سرغړونې كړې دي او بايد د دې پلټنې هم وشي۔ دا جنګ د نومبر كال 2016م څخه تر جولائي كال 2017م شوے۔ د راپور له مخې په دې موده كښې ټول 2521 عام وګړي وژل شوي دي او 1673 ژوبل شوي دي