جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ د پوځ سرلښكر او د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل سره د امريكائي سنټرل كمانډ كمانډر جنرال جوزف ووټل ليدلي

APP02-16 RAWALPINDI: November 16 - General Joseph L. Votel Commander United States Central Command (US CENTCOM) called on General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army Staff (COAS). APP

اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د امريكائي سنټرل كمانډ كمانډر جنرال جوزف ووټل د پاكستان دوه ورځنۍ دورې په مهال پېنډ كښې د پوځ مركزي دفتر كښې جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات٬ د پوځ سرلښكر جنرال جاوېد قمر باجوه او د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال نويد مختار او نورو چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ د زيارت په ورځ د امريكائي سفارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جنرال ووټل ملاقاتونه د ټرمپ انتظاميې سوئيلي آسياء پاليسو مقاصدو ترلاسه كولو پلو د پاكستاني مشرانو سره د لوړې كچې امريكائي رابطو تسلسل دے۔ په دې موقع جنرال ووټل د پاك افغان اړيكو په اهميت خبرې وكړې۔ جنرال ووټل د پاكستان د كردار اهميت په ډاګه كړو كوم چې ھغه افغانستان كښې د امن په عمل كښې سهولت وركولو او د منطقې امن او سلامتيا لپاره ادا كولې شي۔ د خپلو ملاقاتونو په مهال جنرال ووټل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ستائنه وكړه۔