برطانوي وزير مارك فيلډ خارجه وزير خواجه آصف سره وليدل

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي د پاكستان تجارتي ٬ سرمايه كاري او سوشل سېكټر سره د مرستې په غرض د برطانوي حكومت پالېسۍ خوشبينه دي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه ده دا خبره آسيا او پېسفك لپاره د برطانيې وزير مارک فیلډ سره ملاقات كښې وكړه۔ خارجه وزير برطانوي وزير ته هركلې ووې او په دوه اړخيزه مرسته او اړيكو كښې په پېشرفت ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې مهال خارجه وزير د جموں وكشمير٬ افغانستان وضعې او د افغان امن عمل په شمول د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه د پاكستان دريځ رامخې ته كړو۔ برطانوی وزیر د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه او په دې لړ كښې ئې برطانيې سره مرسته وستائله۔ ده ددې خوښې څرګندونه وكړه چې برطانوي حكومت بېلو څانګو كښې پاكستان سره دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو كښې خوښي لري