سلامتی کونسل په افغانستان كښې د ترهه ګرۍ د بريدونو غندنه وكړه

واشنګټن 19 اکتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل د نهې په ورځ د افغانستان په پکتیا، غزنی او کابل ولايتونو كښې د ترهه ګرۍ د بريونو غندنه كړې ده كومو كښې چې د 70 څخه زيات كسان مړه او د 200 څخه زيات ژوبل شوي دي، د دغې بريدونو ذمه واري طالبانو قبوله کړې۔ د امریکې نشریاتی ادارې له مخې تيره ورځ جاري شوې بيان له مخې سلامتی کونسل په دې بريدونو كښې د مړو شويو كسانو كورنيو سره د يووالې څرګندونه كړې او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ په بیان كښې وئيلي شوي دي چې د سلامتی کونسل غړي د دې خبرې پخلې كوي چې هر ډول ترهه ګري نړيوال امن او سلامتیا لپاره خطر دے۔ د کونسل غړو په دې خبره زور راوړو چې د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي او په دې لړ كښې دې د افغانستان حکومت او نورو اړوند چارواكو سره مرسته وكړې شي۔