روس په سعودی عرب كښې د پېټرو کیمیکل كارخانې لګولو اعلان

ماسکو 27 اکتوبر (اے پي پي) د روس انوسټمنټ فنډ چیئرمېن کیرل دیمتریف اعلان کړے چې روس به په سعودی عرب كښې د پېټرو کیمیکل كارخانه لګوي۔ د روسيې ميډيا له مخې د روس سیبر او سعودی عرب آرمکو کمپنی به پھ ګډه په دې پروژه كار كوي۔ دا به په سعودي كښې د روس وړومبۍ كارخانه وي۔ د روس کمپنیو يو پلاوې به د ریاض دورہ کوي۔