د پاكستان او د نيوزي لېنډ د كركټ د ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې نړيوال مېچ به د اكتوبر په 31مه نېټه په شارجه كښې كېږي

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان او د نيوزي لېنډ د كركټ د ښځينه لوبډلو ترمېنځه د دريو مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې نړيوال مېچ به د اكتوبر په 31مه نېټه په شارجه كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به درې ون ډے او څلور ټي ټونټي نړيوال مېچونه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به د نومبر په 2مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د نومبر په 5مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز وړومبې مېچ به د نومبر په 8مه نېټه٬ دويم به د نومبر په 9مه نېټه٬ دريم به د نومبر په 12مه نېټه او څلورم او وروستې مېچ به د نومبر په 14مه نېټه كېږي۔