د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف سره په ګډه ميډيا سره خبرې

لندن 30 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پخوانې وزيراعظم نواز شريف به په راتلونكې پېشۍ احتساب عدالت ته وړاندې حاضرېږي٬ د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر محمد نواز شریف سره د ملاقات نه پس د پنجاب اعلٰی وزير شهباز شریف سره د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د ملاقات په مهال په موجوده سياسي صورتحال او هېواد كښې په روانو پرمختيائي پروژو خبرې اترې وشوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خپله دوره او پخواني وزيراعظم سره ملاقات نجي او د ذاتي حېثیت ګرځولو سره ووئيل ما د وزيراعظم په حېث د حكومت نه يو ورځ رخصتي اخستې ده او د شپې به هېواد ته ستنېږم۔ ده په مسلم ليګ (ن) كښې د اختلافاتو تاثر رد كولو سره دا ډول خبرې ډنډورې وګرځولې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګوند نواز شریف صدر ټاكلې دے۔ د پي آئي اے د نيويارك پرواز بندولو پحقله د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل دا درې كاله وړاندې بند شوې وو۔ ده په دې پرېكړه كښې د اېئر بليو كوم ډول ممكنه ربطه رد كولو سره ووئيل د ايئر بليو امريكې لپاره د پرواز د پېل يوه منصوبه نه لرو۔ په دې موقع د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شریف په ګوند كښې د مائنس ون د فارمولې خيال رد كولو سره ووئيل غونډه كښې ګوند مخ په وړاندې بوتللو او د ټاكنو پحقله په لائحه عمل مشاورت شوې ۔كله چې شهباز شريف څخه د نواز شريف د فري اېنډ فېئر ټرائل د غوښتنې په لړ كښې پوښتنه وشوه نو ده ووئيل چې دا د پخوانې وزيراعظم جائز غوښتنه ده