د قطر او روس ترمينځه دفاعی لوظنامه لاس ليك شوه

دوحه 27 اکتوبر (اے پي پي) قطر وئيلي دي چې مونږ روس سره دفاعی لوظنامه لاس ليك كړې۔ د عرب ميډيا له مخې تيره ورځ د روس د دفاع وزير سرګئی شوئیګوف د قطر امیر شیخ تمیم بن حمدالثانی او د دفاع وزیر خالد بن محمد التیاہ سره دوحه كښې ملاقات کړې۔ د روس حکومت له مخې د روس د كوم هم د دفاع وزير د خلیجی ریاست دا وړومبۍ دوره ده۔ د قطر د دفاع وزارت يو په بيان كښې وئيلي دي چې دواړو لارښودو په پوځي تکنیکی لوظنامه لاس ليك كړے۔