د سعودی باچا سره د فرانس پخواني اولس مشر نکولس سرکوزي وليدل

ریاض 27 اکتوبر (اے پي پي) د سعودی عرب باچا سلمان بن عبدالعزیز سره په الیمامه محل كښې د فرانس پخواني اولس مشر نکولس سرکوزي ليدلي دي۔ د سعودی ميډيا له مخې دواړو لارښودو د سعودی عرب او فرانس ترمېنځه د ملګرتيا په اړيكو او د شريكې خوښې په بيلا بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د ملاقات په مهال د سعودی خارجه وزير عادل الجبیر ، داخله وزیر شاهزادہ عبدالعزیز بن سعود بن نائف بن عبدالعزیز هم موجود ؤ۔