د خپلو سيمو په اړه په پرمختيائي منصوبو٬فاټا مركزي چوكاټ كښې په شاملولو او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د خېبرپښتونخوا مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړو د ګل په ورځ ملاقات كړے دے ۔د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د ملاقات په مهال غړو په خپلو سيمو كښې په روانو پرمختيائي منصوبو او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې دغسې فاټا مركزي چوكاټ كښې په شاملولو او د فاټا اولس د هېواد نورو سيمو سره يو برابر كولو له په پورته كېدونكو ګامونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه