د المان اولس مشر په ماسكو كښې د روس اولس مشر ولادي مير پيوټن سره وليدل

برلن 26 اکتوبر (اے پی پی) د المان اولس مشر فرانك والټر اېشټائين مائر تېره ورځ په ماسكو كښې د روس اولس مشر ولادي مير پيوټن سره ليدلي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د دې دورې مقصد روسيې سره اړيكو كښې د ښه والي لپاره هڅې كول دي۔ د دورې پھ مهال د المان اولس مشر روس سره معاشي اړيكو ته پاملرنه كوي۔ د تېرو 7 كلونو په مهال دې د المان وړومبې رياستي مشر دے څوك چې د روس دوره كوي۔ د روس د اړخه درې كاله وړاندې د يوكرين كرېميا سيمه خپل ځان سره شاملولو نه پس د المان او روس په اړيكو كښې تاؤ تريخوالې رامخې ته شوے و۔ د المان اولس مشر د سوويت يونين پخواني آخري صدر ميخائل ګورباچوف او د بشري تنظيمونو نمائندګانو سره هم ملاقات كړے