برسلز: کشمیر کونسل یورپ د اكتوبر په 27 نېټه د تورې ورځې په مهال د هندي سفارت په وړاندې احتجاجي لاريون وويستلو

برسلز ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د کشمیرکونسل یورپ (ای یو) تر سېوري لاندې د اكتوبر په 27 نېټه د تورې ورځې په مهال د هندي سفارت په وړاندې احتجاجي لاريون وويستلې شو۔ د لاريون مشري د کشمیر کونسل ای یو چیئرمېن علی رضا سید وكړه۔ په دې مهال يو احتجاجي يادښت هم هندي سفارت خانې ته وړاندې كړې شو كوم كښې چې ووئيلې شو چې هند دې په كشمير خپله قبضه ختمولو٬ په كشميري اولس د زور ٬ ظلم او زياتي لړۍ بندولو او كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپل كړې لوظونه وپالي۔ په لاريون كښې بېلجيئم كښې مېشته كشميريانو او دوئي سره د خواخوږۍ څرګندونه كوؤنكو لويه شمېره كښې ګډون وكړو۔ لاريون ته خطاب كوؤنكو كښې د کشمیرکونسل ای یو چیئرمېن علی رضاسید، مشر لارښود سردار صدیق، نوموړي عالم دين سید حسنات شاہ بخاری، افتخاراحمد (پاهلو)، ،ډاكټر ظهور منظور،د بشري حقونو غړي جوزفین، کشميری لارښود سردار صیقی او نور شامل وو۔ تقرير كوؤنكو ووئيل چې كشميرې اولس به كله هم د خپلواكۍ حق څخه په شا نه شي۔ هند د كشميري اولس په ضد سختو جرمونو كښې ككړ دے۔ ده ووئيل ټولې سوئيلي آسيا او نړيوالې ورورولۍ ته دا معلومه ده چې بشري حقونه د كشميري اولس يو خوب دے او كشميري اولس به د خپلواكۍ خپل حق كله هم سودا ونكړي۔