ايګريكلچر سېكټر ته حكومت اول پام لرنه كوي

APP46-04 ISLAMABAD: October 04 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi meeting a delegation of agriculturists at PM Office. APP

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت او شخصي سېكټر له په موجوده چېلنجونو قابو موندلو او د كركيلې ته د ودې وركولو په غرض فعاله پالېسي خپلولو لپاره د مرستې ضرورت اړتيا ده۔دا خبره ده د ايګريكلچر سېكټر بېلو څانګو سره تعلق لرونكو استازو پلاوي سره خبرو كښې كړی چا چې د شورو په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔ ملاقت كښې د نېشنل فوډ وفاقي وزير سكندر حيات بوسن٬خليل ستار٬امداد نظاماني٬خالد كهوكهر٬سيد نديم شاه٬صاحبزاده قدرت الله٬ مسير محمد ميده خيل٬ملك اے رحمن لانګ٬ميا عمير مسعودي٬چوهدري رضوان اقبال٬ميا غلام مصطفٰی وټو او نورو ګډون كولو۔په غونډه كښې د پیداواري خرڅونو ٬پیداوار٬د مقامي زرعي څيزونو مسابقت٬ماركيټنګ او ايګريكلچر ته رامخې ته شوې چېلنجونو پشمول ايګريكلچر سېكټر چارو په اړه بحث وشو۔د زرعي څانګې برآمدي صلاحيت او سي پيك د لارې په نوې پروژو بحث وشو۔وزيراعظم هېواد كښې د روزګار موقعې پیدا كولو٬اقتصادي پرمختګ او فوډ سېكورټي باوري كولو كښې د ايګريكلچر سېكټر كردار وستائېلو۔ده ووئيل ايګريكلچر سېكټر د حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامل دے او حكومت كروندګرو له پھ خاص توګه وړو كروندګرو له هر ډول آسانۍ وركولو لپاره هڅې كوي۔وزيراعظم ووئيل هېواد كښې د فوډ سېكورټي باوري كولو او كروندګرو ته په رامخې ته شويو مسئلو قابو موندلو لپاره د زرعي پوهانو لخوا جامع منصوبه جوړولو ته اړتيا ده ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل حكومت او شخصي سېكټر په موجوده چېلنجونو قابو موندلو٬ايګريكلچر سېكټر ته وده وركولو او مستحكمولو لپاره فعاله پالېسي خپلولو پھ غرض د شريكو هڅو ضرورت دے۔وزيراعظم د كروندګرو لخوا پورته كړی شوو د بېلو مسائل نوټس اخستو سره فنانس٬ډويژن٬تجارت وزارت٬اېف بي آر او په زرعي پوهانو مشتمله كمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه كومه به چې كروندګرو ته د رامخې ته شويو ټولو مسئلو جاج اخلي