اسرائيل په مقبوضه بيت المقدس كښې د يهوديانو په مېشت ځايونو كښې په لويه پېمانه د پراختيا كولو اعلان وكړو

مقبوضه بيت المقدس 26 اکتوبر (اے پي پي) اسرائيل په مقبوضه بيت المقدس كښې د يهوديانو په مېشت ځايونو كښې په لويه پېمانه د پراختيا كولو اعلان كړے۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د يروشلم ځائي انتظاميې وئيلي دي چې د دې پلان له مخې 176 نوي كورونه جوړولې شي۔ د فلسطيني اتهارټې له مخې د لوېديزې پولې او د غزه پشمول د ختيز يروشلم سيمه به په راتلونكي كښې په فلسطيني رياست كښې شاملې وي٬ له بلې خوا اسرائيل يروشلم خپله سيمه ګرځوي