چین٬ د اور لګېدو پېښه٬ 11 كسان مړه٬ 12 ژوبل

بیجنګ 25 ستمبر (اے پي پي) لوېديز چين كښې په دوو كورونو د اور لګېدو په نتيجه كښې 11 كسان مړه او 12 ژوبل شوي دي ۔ د چین ځائي چارواكو له مخې د ګل په ورځ سهار د زي جيانګ ولايت په تائيژو ښار كښې په دوه كورونو كښې اور ولګېدو چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او 12 ژوبل شوي۔د روغتون انتظاميې په ژوبل شوو كښې د دوو كسانو حالت اندېښمن ښودلې۔ د فائر برېګېډ چارواكو په اور قابو موندلې او ځائي پوليس د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔