پھ مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د تېرې مياشتې په مهال 37 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي

سرينګر01 ستمبر (اے پي پي)په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستۍ ترهه ګرۍ په روانو عملياتو كښې د اګست په مياشت كښې 37 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي۔د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا پھ جاري شوي راپور كښې وئېلي شوي دي چې په دې كسانو كښې درې كم عمره هلكان او څلور ځوانان په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړې شوي۔د دې شهادتونو په نتيجه كښې 4 مېرمنې كنډې شوي دي او دوه ماشومان يتيمان شوي۔د هندي ځواكونو په تشدد كښې د تېرې مياشتې پھ مهال 261 كسان ژوبل شوي هم دي او په دې موده كښې د حريت مشرانو او كاركنانو پشمول 115 وګړي نيول شوي۔هندي ځواكونو تېره مياشت 27 كورونو ته زيان رسولې او د شپږو مېرمنو يې بې حرمتي كړی