پوهنتونونه دې حقيقي او د سباؤن تند رفتاره ترقۍ سره يو شان تللو له اطلاقي تحقيق ته پام وګرځوي۔ اولس مشر ممنون حسېن

APP36-22 ISLAMABAD: September 22 - President Mamnoon Hussain addressing the Islamabad-based Alumni of IBA during a dinner at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د تعليمي څانګې عصري تقاضو سره همغږي پېدا كولو له دې كارپورېټ سېكټر خپلې تجربې او مشاهدې وكاروي۔ پوهنتونونه دې حقيقي او د سباؤن تند رفتاره ترقۍ سره يو شان تللو له اطلاقي تحقيق ته پام وګرځوي۔ اولس مشر دا خبره ايوان صدر كښې د انسټی ټیوټ آف بزنس اېډمنسټرېشن پخوانو طالبعلمانو په درناوي كښې جوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د سندھ ګورنر محمد زبېر، ډاكټر فرخ اقبال ، د بي او جي غړي شاهد شفیق هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل کارپورېټ سېكټر د پېشه ورو هلو ځلو په لړ كښې ټولې نړۍ سره تړلې پاتې كېږي۔ ده هيله ولرله چې د سباؤن حاجتونه نظر كښې نيولو سره د نوي نسل غوره تربيې له به د کارپورېټ سېكټر ذمه وار كسان خپلو معلوماتو ٬ مشاهدو او تجربو څخه د قامي تعليمي ادارو خبرولو روايت جوړوي او دا به يو لوئے خذمت وي۔ اولس مشر ووئيل د قامي ژوند په بېلو څانګو كښې د تنزل يو بنيادي سوب دا هم دے چې زمونږ پوهنتونونه او تحقيقي ادارې اطلاقي تحقيق ته پاملرنه كولو په ځائې د بهر هېوادنو په تحقيق اډانه كوي۔ ده ووئيل د نړۍ هر قام د خپلو مقصدونو او حالاتو ترمخه كار كوي۔ دغه خپلولو سره يو شمېر مسئلې رامخې ته كېږي۔ په كومو قابو موندلو له چې دلته په عمومي توګه د ټرائل اېنډ اېرر طريقه خپلولې شي۔ ده زياته كړه چې سي پېك سره د صنعت ٬ تجارت او ټېكنالوجي په مېدان كښې چې كوم تند رفتاره بدلونونه رامخې ته شي ددې مقابلې به يوازې د تحقيق د لارې كېدې شي۔ ده هيله ولرله چې زمونږ تعليمي ادارې به هم علمي تحقيقي فضا ته وده وركولو سره داسې چاپېرچل جوړ كړي د كومې فعاليت سره به چې تعليمي ادارې په ټولنه كښې فعال او د احترام وړ حېثيت ترلاسه كړي۔ اولس مشر ووئيل تعليمي ادارې او پوهنتونونه دې قامي پرمختګ له د علمي چاپېرچل سره يو تهذيبي فضا جوړه كړي چې په نتيجه كښې ئې سیاسی ، معاشرتی او معاشی معاملاتو كښې قام ته لارښودنه ترلاسه شي۔ اولس مشر ووئيل د تېرو څو لسيزو په مهال پاكستان كښې د لوړو زده كړو معيار ښه شوې۔ اولس مشر ووئيل د راتلونكي نسل غوره تعليم او تربيې لپاره به نوې علوم او فنون سره مضبوط روايات هم تعليمي ادارو او تعليمي عمل ته وده وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د پخوانو طالبعلمانو د انجمنو كردار ډېر مهم دے۔ اولس مشر هيله ولرله چې زمونږ علمي ادارې به دا قامي ضرورت په غوره ډول ترسره كړي۔ ده دا هيله هم ولرله چې انسټی ټيوټ آف بزنس اېډمنسټرېشن به هم په دې قامي خذمت كښې د چانه وروستو پاتې نه شي