په چين كښې مېشته د لاكهونو په شمېر مسلمانانو د جمعې په ورځ لوې اختر په مذهبي جوش او جذبه ولمانځلو

بيجنګ 01 ستمبر (اے پي پي) په چين كښې مېشته د لاكهونو په شمېر مسلمانانو د جمعې په ورځ لوې اختر په مذهبي جوش او جذبه ولمانځلو۔ په بيجنګ كښې د پاكستان سفير مسعود خالد٬د پاكستان د سفارت عملې او په لويه شمېره مسلمانانو د سفارت په حدودو كښې پھ جومات كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔د چين په پايه تخت بيجنګ كښې په پخواني نيوجك جومات كښې 10 زره مسلمانانو د اختر لمونځ ادا كړو۔په دې كښې د پاكستان٬افغانستان٬انډونېزيا٬ماليزيا٬بنګله دېش او د نورو اسلامي هېوادونو زده كونكي او وګړي شامل وو۔د يادونې وړ ده چې په چين كښې دوه كروړه خلك مسلمانان دي كوم چې په پايه تخت بيجنګ٬نيمه خپلواكه سنكيانګ سيمه٬ګانسو او چنګ هائي ولايتونو كښې آباد دي۔چينائي مسلمانانو د سنت ابراهيمي له مخې د اختر پھ موقع د څاروو قربانۍ هم وكړې