په پولېنډ كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 28 مسافر ژوبل شوي

وراسا 01 ستمبر (اے پي پي) په پولېنډ كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 28 مسافر ژوبل شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې په وارسا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د پولېنډ د رېلوے وياند ووئيل چې په دې پېښه كښې 28 كسان ژوبل شوي دي خو څوك مړه شوي نه دي۔ ده ووئيل چې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په شمالي سيمه كښې د مسافرو يو ګاډې كارګو رېل ګاډي سره وجنګېدو۔ د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي