په امريكا هېچرې اعتبار نشي كېدې۔ د ايران خارجه وزير

تهران 25 ستمبر (اے پي پي)د ايران خارجه وزير محمد جواد ظریف وئيلي دي په امريكا چې څه وائي د ھغې نه خو دا څرګندېږي چې په امريكا اعتبار نه شي كېدې ۔ د ایران خبر رسنې ادارې له مخې محمد جواد ظریف امريكائي چېنل سي اېن اېن سره په خبرو كښې ووئيل كه ټرمپ د اتومي لوظنامې نه لاس په سر كېږي نو د نړۍ ټول هېوادونه به د هر ډول مذاكراتو په اړه د ټرمپ په مقاصدو د شك څړګندونه كوي او بيا به يو هېواد د امركې سره مذاكرات نه كوي ځكه چې ھغوي صرف خپل ذاتي مفادات تر نظر لاندې ساتي۔ ده د ايران لخوا د اتومي لوظنامې په پابندۍ د امريكې تصديق يا د اتومي لوظنامې نه د امريكې د وتلو په صورت د ايران د غبرګون پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل دا مسئله امريكې د ځان سره تړلې ده د چا چې د اتومي لوظنامې سره هېڅ تعلق نشته او يوازې هم آئي اے اي اے ته دا حق ترلاسه دے چې ھغه په اتومي لوظنامه د ايران د عمل كولو په لړ كښې د خپل نقطه نظر څرګندونه وكړي۔ محمد جواد ظریف ایراني وګرو سره د ټرمپ د خواخوږۍ څرګندونه سپكاوې وګرځولو او ده ووئيل د ايران وګړو پحقله لګولې شوې سفري بنديزونه د ايران د اولس سپكاوې دے