پاکستان د ترهګرۍ پېښو كښې د ككړ كېدو هندي تورونه رد كړل۔ هند په ټولو ګاونډي هېوادونو كښې د ترهګرۍ مشري كولو سره “د ترهګرۍ د مور” مقام ترلاسه كړې۔ ډاكټر مليحه لودھي ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقلې استازې د خارجه چارو دوهمې هندي وزيرې سشماسوراج عمومي اسمبلۍ ته په كړې خطاب غبرګون

اسلام آباد ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) پاکستان د ترهګرۍ پېښو كښې د ككړ كېدو هندي تورونه رد كولو سره وئيلي هند په ټولو ګاونډي هېوادونو كښې د ترهګرۍ مشري كولو سره د سوئيلي آسيا سيمه كښې “د ترهګرۍ د مور” مقام ترلاسه كړې۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د خارجه چارو دوهمې هندي وزيرې سشما سوراج عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې په پاكستان د لګولو شويو تورونو په ځواب كښې وكړه۔ ډاكټر مليحه لودھي هندي تورونه رد كولو سره دا بهتانونه وګرځول۔ ډاكټر مليحه لودھي ووئيل د سشما سوراج تبصرې څخه پاكستان سره د هندي مشرتابه ددښمنۍ په ښه ډول اندازه لګېدې شي كومه چې مونږ د 70 كلونو څخه زغمو۔ دې ووئيل جموں او كشمير د هند نه بلكې متنازعه سيمه سيمه ده۔ په دې د هند قبضه غېر قانوني ده۔ دې د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو عملي كولو او په دې عمل لپاره هند مجبورولو سره په دې لړ كښې د يو خصوصي استازي غوره كولو غوښتنه وكړه۔ دې ووئيل پاكستان هند سره خبرو ته چمتو دے ولې دې لپاره به هند له تخريب كاري او د بربادۍ مهم ختمول باوري كول وي۔ دې ووئيل د پاكستان په بېلو پېښو كښې د تخريب كارۍ ٬ سبوتاژ او د ترهګرۍ كاروايو كښې هند ككړ دے۔ دې ووئيل د هندي جارحيت په سوب تر دے دمه د 100 زره نه زيات كشميريان شهيد كړې شوي۔ دغلته د ظلم او بربريت دا مهم روان دے او اوس د چھرو ټوپكو دلارې كشميرې اولس ټول عمري له د بينائۍ نعمت څخه محرومولې شي۔ ولې بياهم كشميرې اولس دا يوه غوښتنه كوي چې هند دې خپل د جبر تسلط ختم كړي او كشميري اولس ته دې د خپلې مرضۍ ترمخه د سباؤن پرېكړې موقع وركړې شي۔ دې ووئيل هند د رياستي پالېسۍ په توګه ترهګري كاروي او هندي جاسوس كلبھوشن ياديو پاكستان كښې د ترهګرۍ هلو ځلو كښې د ككړ كېدو اعتراف كړې۔ ډاكټر مليحه لودھي ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د روان ظلم او جبر څخه د نړيوالې ورورولۍ پام بلخوا ګرځولو له په پاكستان تورونه لګوي۔ نړيواله ورورولي بايد بايد په هند زور راوړي چې هغه په كنټرول لائن د جنګ بندۍ خلاف ورزي ونكړي۔ دې ووئيل پاكستان د مسئلې حل د مذاكراتو د لارې غواړي او دې لپاره به هند له د ترهګرۍ پالېسي ترك كول وي۔ دې ووئيل هندي وزيراعظم نرېندر مودي په خپله ګجرات كښې د مسلمانانو عامه وژنه كښې ككړ پاتے شوے۔ دغسې د حكمران ګوند نور لارښود هم د بېګناه كسانو وينه بهولو كښې ككړ دي۔ ده ووئيل هند كښې كوم هم اقليت محفوظ نه دے۔