پاك سمندري ځواك قامي سلامتيا ته د پېښو خطرو مقابلې صلاحيت لري

APP36-25 LAHORE: September 25 - President Mamnoon Hussain addressing during the Maritime Security Workshop (MARSEW) on the theme “Secure Seas – Prosperous Pakistan” at Pakistan Navy War College. APP Photo by Mustafa Lashari

لاهور ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستانې اولس ٬ وسله وال ځواك او په خاص توګه پاك سمندري ځواك قامي سلامتيا ته د پېښو هر ډول خطرو په نره د مقابلې كولو صلاحيت لري۔ ولې ددې باوجود دا ضروري ده چې سيمه كښې د جوهري وسلې خپرېدو ٬ په روايتي بحري قوت كښې زياتوالي له په لويه كچه كېدونكې سرمايه كارۍ ٬ متعارف كېدونكې نوې ټېكنالوجۍ او دغسې د غېر روايتي چېلنجونو په اړه خبرېدو او د دې مقابله كولو له منصوبه بندۍ او د بشپړه صلاحيت ترلاسه كولو پلو پام وګرځولې شي۔ اولس مشر دا خبره لاهور كښی د پاكستان نېوي وار كالج ترسېوري لاندې د شوي مېري ټائم سېكورټي وركشاپ ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال چيف آف نېول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀ الله او کمانډنټ پاکستان نیوی وار کالج ریئر اډمرل معظم هم موجود وو۔ وركشاپ كښې ګډون كوؤنكو د تيار كړې شوي مېري ټائم سېكورټي پالېسۍ پرېزېنټېشن هم وركړو۔ پرېزېنټټیشن سناتورې سحر كامران ٬ د بنجاب اسمبلۍ غړي جهانیاں ګرزی او ریئر ایډډمرل شعیب وركړو۔ اولس مشر خپلو خبرو كښې ووئيل مېری ټائم سېکورټی ورکشاپ د پاک چین اقتصادی راهداری په لړ كښې لوئے اهميت لري كوم چې يو سياسي اميد دے چې ورسره د نړۍ د قامونو او په خصوصي توګه ددې سيمه زرين سباؤن تړلے۔ اولس مشر ووئيل لوئے څښتن پاكستان ته بلها پنګې وركړې دي په كومو كښې چې يو سمندر هم دے كوم چې د يوې ځانګړې خزانې حيثيت لري۔ ده هيله ولرله چې د پاكستان د سمندري پنګو څخه به په بشپړه توګه ګټه پورته كړې شي۔ اولس مشر ووئيل سمندرونو په سياسي او اقتصادي صورت حال ټول عمري مهم كردار ترسره كړې ولې په موجوده دور كښې ددې په اهميت كښې د وړاندې په مقابله كښې ډېره اضافه شوې۔ ده ووئيل د راتلونكي دور حقائق تر نظر لاندې ساتلو سره دا ضروري ده چې د دفاع او سلامتيا نه بلكې د قامي معيشت دې مهمې څانګې په اړه د ژورې مطالعې او تګلارې تر سېوري لاندې اوس نه د سمو ترجيحاتو تعين وكړې شي دغسې چې په بدلېدونكو حالاتو كښې چې كله د نړيوال تجارت او بحري لارو رخ پاكستان ته وي نو دې موقعو څخه به ګټه پورته كړې شي۔ اولس مشر ووئيل د سي پېك فعال كېدو سره په بري او بحري دواړو څانګو كښې د انفراسټركچر جال خپور شي۔ اولس مشر ووئيل د قامي معيشت استحكام او د خوږ هېواد سمندري حدونو ساتنې له د سباؤن غوښتنې نظر كښې نيولو سره دې څانګو ته بشپړه ترقي وركړې شي او دې ته ددې دور تر ټولو غوره اسانۍ وركړې شي۔ دغسې دا هم ضروري ده چې د پاكستان اقتصادي راهدارۍ ته پېښو اندېښنو او خطرو نظر كښې نيولو سره د دې تحفظ له هم غوره ګامونه پورته كړې شي۔ اولس مشر د مېری ټائم سیکورټی ورکشاپ ګډون كوؤنكو ته د غوره سفارشاتو په وړاندې كولو مباركي وركړه۔ ده هيله ولرله چې اړوندې قامي ادارې به په دې سفارشاتو غور كولو سره مناسبې پرېكړې وكړي۔ اولس مشر ووئيل پاك بحريه سره د محدود وسائلو دمېري ټائم سېكورټي ترقۍ له بلها خذمات ترسره كړي دي۔ ده هيله ولرله چې پاك بحريه او دې سره اړوندې نوروې ادارې به ددې قامي جذبې ترمخه سباؤن كښې هم خپل د قدر وړ خذمات ترسره كوي