ټاكلي شوي نمائندګان دې خپلو حلقو كښې اولس سره نزدې رابطې ساتي ځائي مسئلې هوارولو او د پېښو چېنلجونو مخنيوي لپاره دې خپل مناسب كردار ولوبوي۔د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

APP85-06 ISLAMABAD: September 06 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi in a meeting with delegation of PML-N MNAs from Faisalabad Division at Prime Minister Office. APP

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې ټاكلي شوي نمائندګان دې خپلو حلقو كښې اولس سره نزدې رابطې ساتي ځائي مسئلې هوارولو او د پېښو چېنلجونو مخنيوي لپاره دې خپل مناسب كردار ولوبوي۔ ده دا خبرې د فېصل آباد ډويژن مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو پلاوي سره خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم سره په ملاقات كوٶنكو كښې لېفټېننټ كرنل (ر) غلام رسول ساهي٬ محمد شهباز بابر٬ محمد عاصم نذير ٬ ميا محمد فاروق٬ ډاكټر نثاراحمد جټ٬ رانا محمد افضل خان٬ ميا عبدالمنان٬ حاجي اكرم انصاري ٬ قېصر شېخ٬ غلام محمد لالي٬ غلام بي بي بهروانه٬ شېخ محمد اكرم٬ صاحبزاده محمد نذير سلطان٬ چوهدري خالد جاوېد وړائچ٬ چوهدري اسد الرحمان او خالده منصور شامل وه۔ په دې موقع شېخ آفتاب احمد ٬ عابد شېر علي ٬ طلال چوهدري او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو