قطر ته به ترهګري پرېښودل وي۔ سامح شكري

قاهره 21 ستمبر (اے پي پي) د مصر خارجه وزير سامح شكري وئيلي دي چې عرب هېوادونو د قطر څخه غوښتنه كړې چې هغه دې د ترهګرې سرپرستي كول پرېږدي۔ د عرب مېډيا له مخې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د قومي سلامتيا تحفظ د هر يو هېواد او قوم حق دے۔ ده ووئيل چې قطر ته به دوه مخې معيار پرېښودل وي۔