فرانس كښې مېشته مسلمانانو لوي اختر ولمانځلو

پېرس 01 ستمبر (اے پي پي)فرانس كښې مېشه مسلمانانو لوي اختر په عقيدت او جذبه ولمانځلو۔فرانس كښې د پاكستان سفير معين الحق په دې موقع په خپل جاري پېغام كښې ووئيل لويې اختر يو مهم مذهبي تهوار دے كوم چې د پیغبر اسلام حضرت ابراهيم عليه السلام د لويې قربانۍ يادګېرنه كوي۔ده ووئيل د لويې اختر حقيقي خوشحالي غريب او نادار خلق خپلو خوشحالو كښې د شاملولو سره ترلاسه كېدې شي۔ده سږ كال د حج سعادت ترلاسه كوونكو حاجيانو له هم مباركي وركړه۔فرانس كښې د پاكستان په سفارت كښې په دې موقع د قربانۍ او د اختر د لمونځ خاص انتظامات شوي وو