عرب ليګ د اسلاميي نړۍ استحكام له اهميت لري۔خواجه آصف

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د عرب ليګ عمومي سېكتر ابوالغيط د اسلامي رياستونو ترمينځه سيمه ايز امن٬همغږۍ او مرستې ته د ودې وركولو لپاره د پاكستان تعميري كردار ستائېلې دے ۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې خواجه آصف د شورو په ورځ احمد ابو الغيط سره ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال د فلسطين كاز لپاره د پاكستان پرله پسې ملاتړ پشمول د عرب ليګ غړو سره د پاكستان د اړيكو ذكر په مهال عمومي سېكتر ووئيل پاكستان اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو حل لپاره مهم كردار ترسره كولې شي۔خارجه وزير خواجه محمد آصف د عرب ليګ تنظيم عمومي سېكتر په حېث احمد ابو الغيط له مباركي وركولو سره ووئيل عرب ليګ د اسلامي نړۍ استحكام لپاره اهميت لري۔په ملاقات كښې د دواړه اړخه د فلسطين او جمو كشمير په وضعه او په خاص توګه په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړو د هندي عسكرو د اړخه په ظلم د تشويش څرګندونه وشوه۔عمومي سېكتر خواجه محمد آصف له د قاهرې دورې كولو بلنه هم وركړه۔خارجه وزير خواجه محمد آصف سره د كرغزستان خارجه وزير ارلان عبدالديوف هم وليدل۔د ملاقات په مهال كاسا 1000 لپاره د ضروري انتظاماتو په بشپړولو د اطمينان څرګندونه وشوه۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه په فضائي رابطو هم اطمينان ښكاره كړو۔د ملاقات په مهال د دواړو اړخه د ملګرو ملتونو٬شنګهائي مرستې تنظيم او او آئي سي پشمول په بېلو سيمه ايز او نړيوال فورمونو د شريكې مرستې زياتولو ته سلا راغله۔د نميبيا خارجه وزير نيتمبو نندي ندايتوا هم خارجه وزير خواجه محمد آصف سره وليدل۔د ملاقات په مهال خواجه محمد آصف هغه د خپل حكومت د اقتصادي ترجيحاتو څخه خبر كړو۔هغه د نميبيا سفارتكارو د كار استعداد كښې د پاكستان مرسته هم وستائېله۔دواړو خارجه وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او تجارتي مرستې لا زياتولو پھ حاجت زور راوړو۔خواجه محمد آصف نميبيا لپاره نومبر 2017 كښې كېدونكي ايكسپو او آئيډياز 2018 كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔د بوتسوانا خارجه وزير پيلو نومي ويلسن هم خارجه وزير خواجه محمد آصف سره وليدل۔د ملاقات په مهال ده د پاكستان اقتصادي٬تجارتي او دفاعي اړيكو زياتولو له خوښي ولرله۔دواړه خارجه وزيرانو د سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې زياتولو په موقعو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دغسې خواجه آصف د بوتسوانا كاروباري كسانو له هم ايكسپو او آئيډياز كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔