شمالی عراق كښې د تركيې فضائیه كارروائی، 4 ترهه ګر مړه شوي

انقره 13 ستمبر (اے پی پی) د شمالی عراق زاپ سيمه كښې د تركيې فضائیه كارروائی كولو سره 4 ترهه ګر وژلې دي۔د تركيې خبررسنې ادارې له مخې د شمالی عراق زاپ سيمه كښې د تركيې فضائیه 4 ترهه ګر هغه مهال وژلې دي كله چې هغوي د يو بريد تياري كوله۔ د دې پېښې په اړه جنرل هیډ كوارټر اطلاع كړې وه چې زاپ سيمه كښې د تركيې پولې سره نزدې دغه ترهه ګر دې په نښه كړې شي۔