سناتور سراج الحق به(سبا)د اېبټ آباد هاكۍ مېدان كښې اولسي غونډې ته خطاب كوي

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پی پی)د جماعت اسلامي مركزي امير سناتور سراج الحق به(سبا)د خالي په ورځ دوه بجې د اېبټ آباد هاكۍ مېدان كښې اولسي غونډې ته خطاب كوي۔سردار محمد سرور او ډاكټر سلطان محمد ملګرو ځوانانو او مشرانو ته غږ كړې چې د سراج الحق تود هركلي له راشي۔ده ووئيل د جلسې ټول انتظامات بشپړ كړې شوي۔دا جلسه به د اېبټ آباد يوه تاريخي جلسه وي۔د هزاره ډويژن بېلو سيمو څخه به وګړي پھ جلسه كښې ګډون كوي