د پاك فضائيه او چين پیپلز لېبرېشن آرمی ائیرفورس د ګډې تربيتي مشقونه “شاهين 6” به په 27 ستمبر پايې ته ورسي۔ د پاك فضائيه په ډله كښې جنګي پائيلوټ ٬ ائیرډیفنس کنټرولرز او تکنیکی ګراونډ عمله شامل ده۔

بیجنگ ۔ 24 ستمبر(اے پی پی) د پاك فضائيه او چين پیپلز لېبرېشن آرمی ائیرفورس د ګډې تربيتي مشقونه “شاهين 6” به په 27 ستمبر پايې ته ورسي۔ په دې مشقونو كښې جے اېف 17تھنډر، میراج، اېف سېون پی جی او زېډ ډي او د چين فضائيه ډله كښې د چينائي فضائيې جے 8، جے الېون، جے اېچ سېون او کے جے 200 اواکس په شمول زمكيز پوځ او مزكې څخه فضاﺀ كښې وار كوؤنكي توغندي او راډار ډلې برخه اخلي۔ دا مشق 7ستمبر څخه په كورلا ائیربیس چین كښې جاري دے۔ د مشق په مهال دواړه هېوادونه په يو بل باور كولو سره يوه جنګي الوتكه كښې كښېني۔ دوئي يو بل سره مرسته كوي او د يو بل تجربو څخه استفاده كوي۔ د پاک چین مشترکه تربیتی کمانډډ آفس مشر لی وېن ګانګ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل په يوه جنګي الوتكه كښې ناستې څخه د دواړو هېوادونو پوځ په يو بل د باور او د ژورې رشتې اندازه لګېدې شي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د څو ورځې څخه په ګډه كار كولو سره مونږ يو بل ته زيات نزدې شوې يو۔ د چين پيپلز لبرېشن آرمی ائیرفورس وياند شين جين ووئيل په دې تربيتي مشق كښې د چين سمندري ځواك هوابازۍ يوه څانګه هم شامل ده۔ ده ووئيل د نوې فضائيې تشكيل او جوړولو له به د نورو هېوادونو د پوځي تجربو څخه ګټه پورته كول وي۔ ۔بیجنګ كښې د پاكستاني سفارت يو مشر پوځي اهلكار ووئيل ددې مشق پیل د پاكستان د فضائيه ورځې څخه شوې۔ دغه ورځ د 1965 پاک هند جنګ كښې د پاك فضائيه د غوره جنګي او عسكري كاميابو په ياد كښې لمانځلې شي۔ ده ووئيل دې مشق سره به د دوړو هېوادونو پوځ ترمينځه اړيكې لا شه شي او مونږ به د يو بل تجربو څخه استفاده وكړې شو۔