د پاكستان الېون او د يو كے مېډيا الېون ترمېنځه دوستانه مېچ

د پاك پوځ ترسيوري لاندې د پاكستان الېون او د برتانيې مېډيا الېون ترمېنځه په ميرانشاه كښې د كركټ مېچ وشو۔ د خبر له مخې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د مېچ نه وړاندې د پاكستان قومي ترانه وغږول شوه۔ ټولو لوبغاړو ته روايتي پګړې په سر كړې شوې۔ مېچ د پاكستان آرمي٬ پي سي بي او د پي اېس اېل پېښور زلمي فرنچائز په مرسته د ميرانشاه په يونس خان سټېډيم كښې وشو۔ مېچ ته د امن كپ نوم وركړے شو۔ دا د خېر سګالې مېچ و په كوم كښې چې د برتانيې مېډيا الېون ټاس ګټلو سره اول د فيلډنګ پرېكړه وكړه۔ په دې موقع په لويه شمېره تماشبين موجود وو۔ پھ دې موقع د قومي لوبډلې چيف سلېكټر انضمام الحق ووئيل چې ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې ورلډ الېون پاكستان ته راغلې٬ دا مېچ ټولې نړۍ ته پېغام دے چې پاكستان سوله ايز هېواد دے او دلته په هر ګوټ كښې امن دے۔ مېچ كتلو لپاره د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرال نذير احمد بټ او د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور هم په سټېډيم كښې موجود وو۔