د هند او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

كولكته 20 ستمبر (اے پي پي) د هند او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو مېچونو په سېريز كښې دويم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د ستمبر په 21مه نېټه په كولكته كښې كېږي۔ د هند لوبډلې وړومبې يو ورځنې مېچ ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به د ستمبر په 24مه نېټه په اندور٬ څلورم مېچ به د ستمبر په 28مه نېټه په بنګلور٬ پنځم او وروستې مېچ به د اكتوبر په وړومبې نېټه په ناګپور كښې كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د دريو ټي ټونټي مېچونو سېريز هم كېږي۔