د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مه غونډه نیویارك كښې پيل شوه ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی پشمول د ټولې نرۍ حكومتي مشران به خطاب كوي

نیویارك 13 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مه كلنه غونډه د نړيوالې ادارې صدر دفتر نیویارك كښې پيل شوې كوم ته به چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی پشمول د ټولې نړۍ حكومتي مشران خطاب كوي۔ د عمومي اسمبلۍ صدر میرو سلے لاجیك د غونډې افتتاحی خطاب كښې ووئيل د ملګرو ملتونو د جوړولو مقصد د ټولې نړۍ وګړو خېر ښېګړې له كار كول دي۔ ده ووئيل كومو وګړو لپاره چې دا نړيواله اداره جوړه شوې وه او كومو وګړو ته چې د دې ادارې حاجت دې هغوي نن دلته نشته او نه هغوي په دې فورم په مذاكراتو او د مسئلو حل كښې نيغ په نيغه ګډون كوي خو د عمومي اسمبلۍ مقصد دا دې چې د هغوي غږ پورته كړې شي۔ وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی به دې غونډې ته په 21 ستمبر خطاب كوي او په خپل خطاب كښې به د امن او جنګ پھ اړه د خپل دريځ سپيناوې كوي۔ غونډې ته په خپل خطاب كښې د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انټونیو ګوټرېش ملګرو ملتونو كښې د مجوزه اصلاحات ذكر وكړو كوم سره چې نړيواله اداره لا قوي كيدې شي۔ ده ووئيل د ټولې نړۍ وګړي د بدلون غوښتنه كوي او غواړې چې حكومتونه په ښه ډول كار وكړي۔ده ووئيل مونږ په دې خبره متفق يو بايد ملګري ملتونه هم خپلې ذمه دارۍ ترسره كړي، او هم دغه د ملګرو ملتونو كښې د اصلاحات مقصد دې په كوم به چې د عمومي اسمبلۍ پھ روانه غونډه كښې غور كولې شي۔