د عراق پارلمان د كرد سيمې د آزادۍ مجوزه ریفرنډم مخالفت وكړو

بغداد 13 ستمبر (اے پی پی) د عراق پارلمان د كرد سيمې د آزادۍ مجوزه ریفرنډم مسترد كړې۔ د المان ميډيا له مخې د عراق نیم خپلواكه سيمه كښې دا ریفرنډم په 25 ستمبر كيدونكې ؤ۔ بغداد كښې د عراق پارلیماني غړو د هېواد وحدت په ځائې ساتلو له وزیر اعظم ته د هر ممكن اقدام كولو خواست كړې دې۔ بلخوا د كرد قانون سازو دا پريكړه مسترد كړې ده۔ عراق، تركیه، ایران او سوريه د يو آزاد كرد ریاست جوړولو په ضد دي۔