د روهنګیا كډوالو شمېره 7 لكھه څخه زياته شوې

ډھاکه ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د میانمار پوځ او انتها خوښو د تشدد نه ځان بچ كولو سره بنګله دېش ته درسېدونكو روهنګیا مسلمانانو شمېره 7 لكهه څخه زياته شوې۔ د ارنا نیوز ایجنسۍ ترمخه بشري مرستې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر او سی اېچ ووئيل چې د جمعې په ورځ د میانمار پوځ او انتها خوښو د تشدد نه ځان بچ كولو سره بنګله دېش ته درسېدونكو روهنګیا مسلمانانو شمېره 7 لكهه څخه زياته شوې او دوئي ته په سمدستي توګه د مرستې سامان رسولو حاجت دے۔ او سی اېچ میانمار څخه د مسلمانانو جبري ويستل د روانې لسيزې تر ټولو لوئے اجتماعي هجرت ګرځولې۔ بلخوا د ملګرو ملتونو وياند سټیفن دوجیرک وئيلي چې د بنګلا دیش حکومت په خواست نړيوالې ادارې د مرستې سامان رسولو كار تند كړے۔ د روغتيا نړيوالې ادارې هم د روهنګيا مسلمانانو په ناوړه صورتحال د سختې اندېښنې څرګندونه كړې۔ د روغتيا نړيوالې ادارې وېنا ده چې ځينو سيمو ته د امنيت صورتحال په سوب د مرستې سامان نه شي رسېدلې چې په سوب ئې روهنګیا مسلمانان سختو ستونزو سره مخ دي۔