د روهنګيا مسلمانانو د كشتې ډوبېدو په پېښو كښې 26 كسان مړه شوي دي

ينګون 01 ستمبر (اے پي پي) د ميانمر د پوځ د ظلمونو د ځان بچ كوونكو روهنګيا مسلمانانو درې كشتې ډوبې شوې دي او په نتيجه كښې ئې 26 كسان مړه شوي دي۔ د بنګله دېش د سرحدي پوليسو له مخې په مړو شويو كسانو كښې 15 ماشومان او 11 مېرمنې شاملې دي۔ پوليسو وئيلي دي چې دوي ته دا نه ده معلومه چې په دې كشتو كښې څومره كسان سواره وو خو دوي تر اوسه د 26 كسانو مړي رايستلي دي۔ په ميانمر كښې د روان تشدد په مهال تراوسه د سلو نه زيات كسان مړه شوي دي او د 18 زرو نه زياتو مسلمانانو د بنګله دېش په پلو كډې كړې دي