د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده په اسلام آباد كښې ټېنس كورټ د نړيوال معيار له مخې د جوړولو اعلان وكړو

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده په پاكستان سپورټس كمپلېكس اسلام آباد كښې ټېنس كورټ د نړيوال معيار له مخې د جوړولو اعلان كړے كوم به چې د ټېنس ستوري اعصام الحق ته منسوب كولې شي۔ د پاكستان ټېنس فېډرېشن سېكتر ثناالله امان د ګل په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې پي ټي اېف د تهائي لېنډ او پاكستان ترمېنځه ډيوس كپ ټائي لپاره ګراس كورټ جوړ كړے و۔ ده ووئيل چې د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير اعلان كړے چې دا كورټ به د نړيوال معيار له مخې جوړولې شي۔