د ايران جوهري لوظنامه كښی غېر جوهري مسئلې شاملول غلط دي۔ د روسيه خارجه وزير

ماسکو۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د روسيه خارجه وزير سرګئی لاروف وئيلي دي د ايران جوهري لوظنامه كښی غېر جوهري مسئلې شاملول يوه غلطي ده۔ د ارنا نیوز ایجنسۍ لمخې روسی خارجه وزير سرګئی لاروف د اتومي لوظنامې په اړه د امريكا په رويه ټكونه كولو سره وئيلي چې د امریکا اندېښنې به د اړونډو ذريعو د لارې لرې كول وي۔ ده ووئيل د روسيه سره سره اروپائي هېوادونه هم د اتومي لوظنامې باقي ساتلو په حق كښې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ايران خارجه وزير اوس اوس وئيلي وو چې اوس وخت راغلے چې امريكا د حقائق مسخ كولو څخه منع شي او لكه څنګه چې ايران د اتومي لوظنامې پابندي كړې دغسې دې هغه هم پابندي وكړي۔