خارجه وزير خواجه محمد آصف به په دوه اړخيزه اړيكوِ ٬سيمه ايزو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونې له (سبا) بيجنګ ته راځي

بیجنګ 06 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف به په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونې له (سبا) د جمعې په ورځ د چين په سركاري دوره بيجنګ ته ځي۔ د چين خارجه وزارت وياند جېنګ شوانګ د شورو په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وئيلي دې د دورې په مهال به خواجه آصف د چين خپل همڅنګ وانګ يي او نورو مشرانو سره خبرې كوي۔ وياند له مخې چين او پاكستان سدا بهار ستراتېژكې همكاران دي٬ د خواجه آصف دوره به د دواړو ملګرو هېوادونو ترمېنځه يوه بله مهمه موقعه وي چې ورسره به شريكې مرستې ته لا وده ترلاسه شي۔ وياند وئيلي دي د پاك چين اقتصادي لارې په حوالې سره قوي او عملي مرسته ډېره د اهميت جوګه ده او دغسې په نړيوالو او د سيمو ايزو چارو پحقله نزدې رابطې هم لري۔ ده ووئيل د پاكستان خارجه وزير دا دوره د چين خپل همڅنګ په بلنه كوي