اولس مشر ممنون حسېن مشتاق احمد سكهيرا ته د وفاقي ټېكس محتسب په حېث سوګند وركړو

APP02-08 ISLAMABAD: September 08 - President Mamnoon Hussain administering the oath of office to Mushtaq Ahmad Sukhera as Federal Tax Ombudsman (FTO) at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن مشتاق احمد سكهيرا ته د وفاقي ټېكس محتسب په حېث سوګند وركړو۔ د سوګند دستوره د جمعې پھ ورځ په ايوان صدر كښې وشوه چې پكښې سينئر سياستمدارو٬سول افسرانو او د ټولو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون كولو۔د دې نه وروستو د وفاقي ټېكس محتسب مشتاق احمد سكهيرا اولس مشر ممنون حسېن سره ملاقات وكړو۔اولس مشر هغه ته د وفاقي ټېكس محتسب په ټاكل كېدو مباركي وركړه او د نوې ذمه وارو ادائيګۍ لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې وفاقي ټېكس محتسب اداره دې اولس ته د فوري رېليف رسنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي