امریکا كښې ډزې ٬ 8 كسان مړه ٬ 35 ټپيان

واشنګټن 25 ستمبر(اے پي پي) د امریکې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په تازه پېښو كښې 8 كسان مړه او 35 ټپيان شوي دي۔ د ايران خبري اژانس له مخې د تشدد د پېښو د انداراج مركز له مخې د امريكې په بېلا بېلو رياستونو كښې په تېرو 15 ساعتو كښې د تشدد او ډزو پېښو كښې لږ نه لږ 8 كسان مړه او 35 ژوبل شوي دي۔ راپور له مخې د تشدد او ډزو پېښې په انډیانا، شمالي کېرولائنا، پېنسیلوانیا، کېلیفورنیا، جورجیه او مري لېنډ كښې رامخې ته شوې دي۔ د يادونې وړ ده په امريكا كښې په وسله لرلو بندېز نشته او د طاقتور وسله والو د فشار له امله د امريكې يو حكومت تر اوسه د مخنيوي قوانين سختولو لپاره د قانون جوړولو جوګه نه دې۔ امريكا كښې د ډزو په پېښه كښې په كلنه توګه پو لويه شمېر مرګ ژوبل كېږي