امريكائي اولس مشر د خپلې سېكورټي كابينې خاص غونډه راوبلله

واشنګټن 04 ستمبر (اے پي پي) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د نېشنل سېكورټي كمېټۍ غونډه رابللې۔ د المان خبر رسنې ادارې ترمخه د سپينې ماڼۍ وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي چې د دې كمېټۍ د ټولو غړو د وړاندې نه د ختيز په وضع ژور نظر دے او دا مهال ټرمپ په ټوله مجموعي وضعه بحث كول غواړي۔ په دې غونډه كښې به د قطبي كوريا د نوې جوهري تجربې څخه وروستو په صورتحال غور كولے شي۔ ټرمپ په خپل ټويټ كښې ددې تجربې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره دا امريكا لپاره خطرناك ښودلې۔ دا هيله هم لرلې شي چې دې غونډه كښی به په سختو اقتصادي بندېزونو هم بحث كولې شي۔