المان كښې د ډزو پھ نتيجه كښې د يو تن مړ او درې ژوبل شوي

برلن 17 ستمبر (اے پی پی) د المان پايه تخت برلن كښې د ډزو پھ نتيجه كښې يو تن مړ او درې ژوبل شوي۔نړيوالې ميډيا له مخې د المان چارواكو وئيلي دا پېښه د خالي پھ شپه يو نائټ کلب كښې رامخې ته شوي۔ ځائې چارواكو وئيلي د ډزو پېښه د يو څو وګړو ترميينځه د زبانی تکرار نه پس رامخې ته شوي۔ پولیس نائټ کلب او خوا او شاه سيمې ولقه كښې اخستلو سره پلټنې پيل كړي۔ پولیس وئيلي تر اوسه دا نه شي وئيلې چې دا د ترهه ګرۍ پېښه ده۔