اسلامي نړۍ له به خپل جائز مقام ترلاسه كولو ٬ پرمختګ او سوكالۍ له هره څانګه كښې په خپلو پښو ودرېدل وي۔ اسلامي ټولنو ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له طبعي او عمراني علومو دواړو كښې تحقيق ضروري دے۔ د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې پرمختګ نه غېر د عام وګړي د ژوند معيار ښه كېدې نه شي۔ د اولس مشر ممنون حسېن په سائنس او ټېكنالوجي كښې پرمختګ او تخليقي انداز فكر راجوړ كړې شوي د او آئي سي مشرانو وړومبۍ غونډې ته خطاب

آستانه ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اسلامي نړۍ له به خپل جائز مقام ترلاسه كولو ٬ پرمختګ او سوكالۍ له هره څانګه كښې په خپلو پښو ودرېدل وي۔ دا خبره ده په سائنس او ټېكنالوجي كښې پرمختګ او تخليقي انداز فكر راجوړې كړې شوې د او آئي سي مشرانو وړومبۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د اسلامي نړۍ مشرانو او مفكرين ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل د نن شويو پرېكړو سره به اسلامي نړۍ كښې د علم او حكمت په څانګو كښې نه يوازې لا پېشرف شوي وي بلكې د مسلمانانو د عظمت رفته بحالۍ كښې به هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې اسلامي نړۍ د تعليم او تحقيق په څانګه كښې باقي دنيا څخه وروستو پاتې شوې له دې كبله ضروري ده چې اسلامي نړۍ د سائنس او ټېكنالوجۍ پرمختګ په خپل ترجيحاتو كښې شامل كړي۔ اولس مشر ووئيل اسلامي ټولنو ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له طبعي او عمراني علومو دواړو كښې تحقيق ضروري دے۔ د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې پرمختګ نه غېر د عام وګړي د ژوند معيار ښه كېدې نه شي۔ ده ووئيل دا خبره نظر كښې نيولو سره د اسلامي مرستې تنظيم يوه قائمه كمېټي جوړه كړې شوه كومې چې د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي۔ ده ووئيل كامسټېك نوې غوښتنې نظر كښې نيولو سره 10 كلن پروګرام جوړ كړے د كوم په تيارولو كښې چې د اسلامي نړۍ سائنسمدارو او د زده كړې پوهانو بشپړه برخه اخستلې۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د اسلامي نړۍ ګټې له ټول عمري اخلاص او جوش او جذبې سره كار كړے دغه سوب دے چې د تېرو 5 كلونو څخه د دې منصوبو پايې ته رسېدو لپاره 90 فيصد خرڅونه پاكستان زغملي دي۔ اولس مشر وړاندېز وركړو چې د فنډ رسنه په فوري توګه باوري كولو له يو بشپړ نظام جوړ كړے شي دغسې چې علمي منصوبې بشپړې شي په دې لړ كښې اسلامي پرمختيائي بانك او اسلامي هېوادونو له خپل كردار ترسره كول پكار دي۔ اولس مشر ووئيل د معاشي پرمختګ باوجود انسانيت مسيحا ته سترګې په لار دے كوم چې د دوئي په زخمونو مرهم كېږدي۔ ده ووئيل دا عظميه كارنامه د پرمختګ سفر د اخلاقي اقدارو تابع جوړولو سره كولې كېدې شي۔