۔ د امريكائي كمانډر جنرال ووټېل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د روانو هڅو ستائنه ۔ د وزيراعظم د امريكائي سېنټر كمانډ جنرال جزوف اېل ووټېل سره د ملاقات په مهال خبرې

اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په ګټه دے۔ پاكستان د افغانستان جنګ په سوب تر ټولو زيات ځپلې شوې۔ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم دا خبره د امريكائي سېنټرل كمانډر جنرال جوزف اې ووټېل سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې وزيراعظم خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان افغان اولس سره د مرستې عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل د درې لسيزو څخه زياته موده د 50 لكهه افغان كډوالو دلته پاتې كېدل او دوئي سره مرسته كول د دې ثبوت دے۔ ملاقات كښې خارجه وزير خواجه محمد آصف ٬ ددفاع وزير انجنيئر خرم دستګير ٬ د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټیننټ جنرل(ر) ناصر خان جنجوعه او خارجه سېكتر هم موجود وو۔ پاكستان افغان حكومت سره د افغان زده كوؤنكو لپاره د وظيفو او د بنيادي اډانې پرمختګ په شمول بېلو څانګو كښې مرسته روانه ساتلې۔ وزيراعظم په دې مهال مقبوضه كشمير كښې د نه قبلولو وړ بشري حقونو صورتحال هم حواله وركړه۔ چرته چې هندي ځواك ددې بې ګناه وګړو غږ بندولو له موجود دے څوك چې د خپلواكۍ غوښتنه كوي۔ جنرال ووټېل د سيمه ايزو ستونزو هواري له په ګډه د كار اهميت سره صلا كېدو سره په دې خبره زور راوړو چې د امريكا لخوا د سوئيلي آسيا جائزه كښې دې د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د هڅو او د افغان امن او سلامتيا لپاره د امريكا عزم هم شامل كړې شي۔