پوپ فرانسس به د ميانمر او بنګله دېش دوره كوي

وېټي كن 29 اګست (اے پي پي) د رومن كېتھولك مسيحي ډلې روحاني لارښود پوپ فرانسس به په نومبر كښې د ميانمر او د بنګله دېش دوره كوي۔ د المانې مېډيا له مخې پوپ فرانسس به د نومبر په 27مه نېټه په درې ورځنۍ دوره د بدھ مت اكثريتي هېواد ميانمر ته ځي۔ د دې نه پس به هغه د نومبر په 30مه نېټه د بنګله دېش دوره كوي۔ پوپ فرانسس به د دې هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي