په هند كښې د دماغي تبې په نتيجه كښې 42 ماشومان مړه شوي دي

نوې ډيلې 31 اګست (اے پي پي) د هند په اترپردېش ايالت كښې په ګوركھـ پور سيمه كښې د دماغي تبې وبا سخت صورتحال اختيار كړے او د دې تبې په نتيجه كښې يو سركاري روغتون كښې په دوه ورځو كښې 42 ماشومان مړه شوي دي۔ د مېډيا له مخې په بي آر ډي مېډيكل كالج روغتون كښې د اګست په 27مه او 28مه نېټه د انسيفلائټس يعني دماغي تبې په نتيجه كښې 42 ماشومان مړه شوي دي۔ په روغتون كښې د 350 نه زيات ماشومان اوس هم تر معالجه لاندې دي