په فلپائن په زلزله كښې دوه مېرمنې مړې او ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي

منېلا 25 اګست (اے پي پي) د فلپائن په ليئتا جزيره كښې د 5.0 شدت په زلزله كښې 2 مېرمنې مړې او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د فلپائن مېډيا له مخې زلزلې په لويه پېمانه تباهي كړې۔ په زلزله كښې دوه مېرمنې مړې او ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي۔ د امريكې د جيالوجيكل سروے له مخې په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.0 ريكارډ كړے شوے۔ د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلوميټره لاندې و