پاکستان او افغانستان د ترهه ګرۍ شريك چېلنج فعاله مخنيوي له د ادارو په كچه مرسته مستحكم كولو ته سلا شول

اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) پاکستان او افغانستان د ترهه ګرۍ شريك چېلنج په فعاله توګه مخنيوي له د ادارو په كچه د مرستې لا مستحكم كولو ته سلا شوي۔ په دې خبره هم سلا يوه شوې چې افغانستان كښې غوره من او استحكام سيمه ايز استحكام لپاره ضروي دے۔ دا سلا تېره ورځ په كابل كښې د افغناستان او پاکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په مهال راغلې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند محمد نفیس ذکریا له مخې خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه خپل افغان همڅنګ دوهم خارجه وزير حکمت خلیل کرزئۍ سره دوه اړخيزه سياسي مشارت لپاره د كابل دوره كړې۔ وياند ووئيل چې دواړه ډلې دې خبرې سره سلا شوي چې افغانستان كښې ښه امن او استحكام سيمه ايز استحكام لپاره ضروي دے۔ تهمینه جنجوعه ووئيل د افغان شخړې هېڅ پوځي حل ممكن نه دے دې لپاره د شخړې سياسي هواري پلو پام ګرځولو ته اړتيا ده۔ دواړو هېوادونو دې خبرې سره هم اتفاق كړې چې ترهه ګري شريك چېلنج دے او د دې خطر په موثره توګه مخنيوي له د ادارو په كچه مرسته مستحكم كولو ته اړتيا ده۔ خارجه سېكترې د پولې نظام مضبوطولو او د افغان كډوالو زر تر زره په ستنېدو زور رواړو۔ د سيمه ايزې رابطې اهميت رامخې ته كولو سره خارجه سېكترې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ټرانزټ آسانۍ او د انفراسټركچر منصوبو پحقله د پاكستان د هلو ځلو تندولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ کابل كښې خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه افغان جمهور رئيس اشرف غني، ملي امنيتي سلاحكار حنیف اتمر، د اېن ډي اېس مشر معصوم ستنکزئۍ ، پخواني اولسمشر حامد کرزئي او د حزب وحدت مشر محمد محقق سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل