وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د قائد په مزار حاضری، د ګلونو څادر ئې وغوړولو او فاتحه خوانی ئې وكړه

APP04-12 KARACHI: August 12 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi after during his visit to the mausoleum of Quaid -e- Azam Mohammad Ali Jinnah. APP photo by Syed Abbas Mehdi

کراچۍ 12 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د خالي په ورځ د بابائے قوم حضرت قائداعظم محمد علی جناح په مزار حاضری وكړه، ده په مزار د ګلونو څادر غوړولو سره فاتحه خوانی وكړه۔ وزیراعظم په مزار قائد اېښودلې شوي د ميلمنو په کتاب كښې خپل تاثرات ليكلو سره قائداعظم محمد علی جناح ته پيرزوئنې وړاندې کړې ۔ په مزار تعینات د پاکستان نیوی ډلې بګل غږولو سره بابائے قام ته سلامی هم وكړه۔ په دې مهال د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال، د سندھ ګورنر محمد زبیر، د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاه، د مسلم لیګ (ن) سندھ قیادت او اعلیٰ چارواكي هم موجود ؤ۔